Willkommen auf der Saagany Panna Seite!

Saagany Panna

د خوشحال قدر که اوس په هیچا نشته               پس له مرګه به یې یاد کا ډیر عالم

 

نن د واړو پښتنو په ننګ ولاړیم                  دا چې مسې په هر در هر درنګ ولاړی

پښتون شوم په داهسې سپینه ږیره                نور مې خدای مکړه مغول وایم په څیره

 

د افغان په ننګ مې وتړله توره                  ننګیالی د زمانې خوشال خټک یم

 

ځان به ویښ کړو هرې خواته                  هرې خوا ته رقیبان دي

یو په بل مو سره وژنـــي                       وایي خپل یو ـ غلیمان دي

 

یو قوم او ملت هغه وخت مړي چه ژبه یي ومري.

 

ترکو نامردو داسې او دانکل له نام وننګه     زه یو پښتون ووم چه ولاړ ووم د سلطان ترڅنګه           

توره په لاس کې په سره اور د عرصات او ختم

                     له پت شکن سره په دژد سومنات او ختم

 

 

د افغانستان ټول قومونه او ملیتونه سره ورونه ـ او په هغو کې پښتون لوی ورور دی، خو د تاریخ په اوږدوکې تل ددې لوی ورور حقوق تلف او په کلتور او عنعناتو یي ملنډی وهل شوی دی .

 

شمله

په پښتونولي کي شمله د عزت او پت نښه ده ، ځکه شمله دا مانا لري چې پښتون د پښتونولۍ د ټولو اصولو پر ځای کولو ته چمتو دﺉ .

که غیرت ، که ننګ ، پت او عزت دﺉ . پښتون خپله شمله ساتي که د ده په مړینه هم تمامه شي . کله چې پښتون وپوهیږي چې د شملې ساتل ورته ګرانه شوه ، نو شمله ایسته کړي ، نو خلګ هم پوه شي چې پر خپله ناتوانۍ یې اعتراف وکړ او پوه شو چې نور نو پر میدان نه شي درېدلای . پښتانه ځلمیان خپلي شملي جګي ساتي . دلته پښتون ځلمی د خپلي ځوانۍ په برکت شمله ساتي ، او خانان یې په بیلو امکاناتو لکه هستي ، سړي ... او نور د هغه ساتنه کوي .  (قدرت الله حداد)

 



Kostenlose Webseite von Beepworld
 
Verantwortlich für den Inhalt dieser Seite ist ausschließlich der
Autor dieser Homepage, kontaktierbar über dieses Formular!